د کنېډا چارواکو هغه پاکستاني تهله دې هيواده د وتلو امر کړی چې په ټورانتو ښار کې د امریکا پر قونسلګرۍ او څو مالياتي ودانیو د حملې په پلان جوړولو تورن دی.
د کېنېډه د مهاجرت ادارې چارواکو پرون وویل چې جهانزیب ملک ته له ملي امنیت سره د تړلو مسلوله کبله له کانېډه د وتلو امر شوی.
ملک دوهم پاکستانی دی چې په وروستیو میاشتو کې له کېنېډه اېستل کېږي.
کاناډايي چارواکو همداراز درې دېرش کلن ملک جهانزيب تورن کړی چې د دې حملې په ترسره کولو کې د مرستې لپاره يې د يو جاسوس د برتي کولو هم هڅه کړې .
ملک ویلي چې د کېنېډا د مهاجرت ادارې د دې پرېکړې پر وړاندې به اپيل ونکړي.
جهانزیب ملک چې په مارچ میاشت کېنیول شوی و، په ۲۰۰۴ کال کې د زده کړو لپاره کنېډا ته تللی وو .