ننګرهار: په هوايي برید کې شپږ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال بېګا مشال راډيو ته وویل، هوايي برید تېر مازیګر شاوخوا شپږ نیمې بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ د نرۍ اوبو او سپین جومات په منځ کې پر یوه کرولا موټر شوی.

مشرقیوال زیاتوي، په وژل شویو کې د وسله والو د ډلې یو مشر مولوي عزیز هم شامل دی. وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.