په بره دیر کې ښځو د ووټ حق کارولو لپاره تر نیمې شپې احتجاج وکړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا د بره دیر په واړۍ سیمه کې د می پر دېرشمه نېټه د ښاروالۍ ټاکنو کې څه باندې درې سوه ښځې د ووټ له کارولو درول شوې دي چې په غبرګون کې دوی د هغې ورځې تر نیمې شپې پر دیرـ چترال سړک احتجاج کړی وو. دوی وايي، ښځې د رایو مرکز کې په یوه بله پلمه ووېرول شوې چې کورونو ته ولاړې شي. د مشال راډيو خبریال غلام غوث چې خپله د ټاکنو پر ورځ دیر ته ورغلی وو، وايي، د ځینو سیاسي ګوندونو ترمنځ د ښځو ووټ پر سر د اختلافاتو له کبله دا لانجه رامنځ ته شوه.