د کاشعر-ګوادر به ټول پاکستان ته رسيږي

چين وايي د کاشعر-ګوادر اقتصادي لارې ګټه به ټول پاکستان ته رسيږي

د چين د بهرنېو چارو وزارت وياندې هووا چن ينګ دا څرګندونې د جمعې په ورځ بيجینګ کې د يوې خبري غونډې پرمهال د يو پوښتې په ځواب کې وکړې.

نوموړې وويل چې دغه اقتصادي لاره به متوازنه او جامع وي چې ټول پاکستان ترې ګټه اخیستلای شي.

د پاکستان وزيراعظم نواز شریف د روانې مياشتې پر اتويشتمه نيټه ټول ګونديزه غونډه به هغه ورسته رابللې وه چې پښتنو ملتپالو ګوندونو عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او دغه ډول نور ګوندونو د پاکستان مسلم لیګ ن پر مرکزي حکومت باندې تور ولګاوئ چې د کاشغر-ګوادر اقتصادي کوريډور لار یې له خېبر پښتونخوا او بلوچستانه له تېرېدو پرځای پنجاب ته اړولې ده.