د ښارولۍ ټاکنو امېدواران د سیمې پرمختګ ته امېدواره دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات په منګلورکې د ځايي زلمو ټولنې تر سیوري لاندې غونډه کې د بلدياتي ټاکنو امېدواران وربللي ول چې ولس ته خپله کړنلاره او منشور وړاندې کړي. پر دې مهال ټاکنو ته ولاړو کاندیدانو په خپلو ویناګانو کې وویل چې بریالي شي خپلې سیمې به پرمخ بیايي. ځايي ولس دغه عمل د جمهوريت پرمختګ لپاره ډېر ګټور وباله. د نياز احمدخان ويډيويي راپور