د سندرغاړې وږمې د بېوسۍ ژوند
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خېبر پښتونخوا له صوابۍ سیمې سره تعلق لرونکې سندرغاړې وږمه چې اوس مهال په پېښور کې له خپلو شپږو ماشومانو سره د بېوسۍ ژوند تېروي او وايي، اته کاله کېږي چې په کور ناسته ده. نه ټي وي او نه راډیو د سندرو موقع ورکوي.
نوموړې وايي ټول ژوند یې د پښتو ژبې خدمت ته وقف کړی وو خو اوس د کور کرايه هم نشي ورکولای.
تفصیل د سیراج ظهیر په دې ویډیويي راپور کې