پېښور: د ترهګرۍ ضد مبارزې پولیس مشر بهادر خان ووژل شو

نن چارشنبه سهار نژدې نههبجې د پيښور ګلبهارپولیس تاڼې په سيمه کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې څانګې ډي اېس پي بهادر خان د نامالومه وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

یو پولیس چارواکي وايي، له پېښې ورسته بریدګر په تېښته بريالي شوي دي.

د ګلبهار تاڼې محرر په وينا په سيمه کې د وسله والو د نيولو لپاره د لټون عمليات پيل شوي دي.