په پېښور کې د ترهګرۍ مخنیوي ادارې د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې دوو غړو نیولو دعوه کړې.
د دې ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا کسان لال محمد او غلام محمد نومېږي او هغه مهال ونیول شول چې په نوتیه بازار کې یې د اسلامي دولت په ډله کې د خلکو ګډون لپاره پاڼې وېشلې.
د چارواکي په خبره، دواړه کسان وروڼه دي او د باجوړ اېجنسۍ دي. وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.