د پښتانه قام ملي سردار ملک احمد تلین ولمانځل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د می پر لسمه نېټه د تېر اتوار پر ورځ د يوسفزي قام سردار او د پښتنو د مشر ملک احمد بابا د ۵۴۵ م تلین په تړاو د دير په چکدره سيمه کې يوه درنه غونډه وشوه، چې پکې د پښتو ژبې د لسګونو شاعرانو او اديبانو تر څنګ په سوونو عامو خلکو هم ګډون وکړو. شاعرانو او اديبانو د ملک احمد بابا پر ژوند خپل شعرونه او ليکونه وړاندې کړل. ملک احمد بابا د پښتنو هغه مشر وو چې په اول ځل يې د پښتون قام لپاره د پښتونخوا په نوم د يو رياست بنياد ايښودی وو او د ملاکنډ تاڼه سيمه يې ورته په هاغه وخت کې پلازمېنه ټاکلې وه. د ځلاند يوسفزي ويډيو