جمرود جرګې پر موټر سایکل بندیز ولګاوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر ایجنسۍ په جمرود کې د کوکي خېل قام په یوه لویه جرګه کې د سیمې پرامنیت خبرې شوې او په جرګو مرکو کې د بډو رشوتونو مخنیوي، د منشیاتو او سود کاروبار د بندیز لګولو پرېکړې هم وشوې، د موټر سایکل په چلولو هم پکې بندیز ولګول شو، او مشرانو وویل چې په جمرود کې زیاتره هدفي وژنې د موټر سایکل سورو وسلوالو له خوا تر سره شوې دي. نو ځکه یې موټرسایکل چلول بند کړل. دوی وویل چې اوس په جمرود کې د امنیت وضعه ښه شوې ده او زیاتره مطلوب وسلوال یې حکومت ته حواله کړي دي. له دغو پریکړو د سرغړونو په صورت جرمانې هم مقرر شوې،او ځایی مشرانو وویل چې دوی به په دې سیمه کې دا ټولې خبرې عملي کوي چې ولس ته یی ګټې ورسېږي.