'په فاټا کې ژر تر ژره سیاسي اصلاحاتو غواړو'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په فاټا کې د مجوزه حکومتي سیاسي اصلاحاتو د جاج اخیستنې لپاره د پښتونخوا په چارسده ضلع کې د یوې غیر سرکاري ادارې په بلنه یوه جرګه وشوه چې پکې د فاټا ټولو ایجنسو مشرانو، وکیلانو او پخوانیو ججانو پرته د پاکستان د لسو پارلیماني ګوندونو استازو ګډون وکړ. دوی په فاټا کې په اصلاحاتو خبرې اترې وکړې او له مرکزي حکومته یې غوښتنه وکړه چې د ګورنر خیبر پښتونخوا په مشرۍ دې په دې لړ کې یوه غټه جرګه راوبلل شي له پیښوره د شبیر احمد جان ویډیو