لغمان: ۱۶ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک د شبنې په ورځ مشال راډيو ته وويل:تېر ماښام ناوخته د الینګار ولسوالۍ اړوند د منګو سیمه کې د دولت وسله والو مخالفينو لخوا د یوه توغندیز برید له امله د يوې کورنۍ پينځه تنه وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

ځواک زياتوي چې په وژل شويو کې څلور تنه ښځې او يو سړی شامل دي.

د يادې پيښې مسووليت تر دېدمه کومې وسله والې ډلېپه غاړه نه دی اخيستی.