“د افغانستان دښمنان به هېڅکله بری ونه مومي”

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان دښمنان به هېڅ کله ونشي کړای چې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره د افغانستان دولت له ماتې سره مخامخ کړي. ولسمشر غني دا څرګندونې نن (پنجشنبه) په جلال اباد کې هغې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې چې په دغه ښارکې د وروستۍ ځانمرګي برید د قربانیانو په یاد جوړه شوې وه.