پېښور: د مزدروانو ماشومان د سکول جامې او کتابونه غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کی د خیبر پښتونخوا صوبې د مزدورانو اتحادیې غړو او مشرانو او د هغوی ماشومانو د حکومت پر ضد په احتجاج کې وویل، چې سږ کال یې ماشومانو ته د سکول جامې او کتابونه نه دې ورکړل شي او د هغوی د ماشومانو ټرانسپورټ سهولت هم د ځنډ ښکار دی. دوی د صوبايي حکومت پر ضد نارې ووهلې او غوښتنه یې ترې کوله چې د مزدورانو د ماشومانو تعلیمي ستونزه دې ورهواره کړل شي نور حال د غلام غوث په ویډیويي راپور کې