'له چینه تر ګوادره لارې مخ پنجاب ته اړول نه منو'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې د کاشغر - ګوادر کاري کمېټۍ او د پښتنو ملتپالو سیاسي ګوندونو په یو ګډ خبري کانفرنس کې د چین ولسمشر د دورې پرمهال له وفاقي حکومته غوښتنه کړې ده چې له چینه تر ګوادره لاره دې هم په زړه نقشه جوړه شي او دوی به په هېڅ صورت د دې مخ پنجاب ته اړول ونه مني. په دې خبري کانفرنس کې دوی دا هم وویل چې د چین ولسمشر د دورې پر مهال دوی د پېښور له اړخه اسلام اباد ته تلونکې لاره تړلې ده. له خبري کانفرنس وروستو د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په مرکه کې د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود وویل چې د دې خبرې شواهد موجود دي، چې مرکزی حکومت د کاشغر - ګوادر لاره پنجاب موټر وې ته اړولې ده.