“افغان حکومت د ښځینه فعالینو په ژغورلو کې پاتې راغلی”

د بښنې نړیوال سازمان وايي افغان حکومت د ښځینه فعالینو په ژغورلو کې پاتې راغلی چې له کبله یې دوی د ګواښونو ، جنسي تیریو ، او ترور سره مخامخ شوې دي.

په لندن کې مېشت د بشري حقونو د څار دغه اداره په یو راپور کې چې د سېشنبې پر ورځ یې خپور کړی وايي اکثره ګواښونه د طالبانو او وسله والو مخالفو ډلو لخوا مخې ته راځي خو حکومتي افسران او جنګ سالاران هم د ښځینه فعالینو سرهناوړه چلن کوي.

په راپور کې کابل ښار کې د ۲۷ کلنې فرخندې د وژلو او سوځولو ، ننګرهار کې پر پخوانۍ وکیلې انګیزې شینوارې مرګونې بمې حملې او د پارلیمان د غړې شکریې بارکزۍ له بمي بریده د ژوندۍ راوتلو پېښو ته هم اشاره شوې او دا هم راغلي چې نړیواله ټولنه د افغان مېرمنو د هغو حقونو د خوندي ساتلو لپاره لږ څه کوي، چې په تیره یوه لسیزه کې یې تر لاسه کړې دي.