د خیبر پښتونخوا یو شمېر سیاسي ګوندونو، ټولنو، قبایلي مشرانو، فعالانو او زده کوونکو ویلي، په هېڅ صورت به د پاکستان حکومت د کاشغر – ګوادر لار پنجاب ته اړولو ته پرېنږدي.
په دې لړ کې تېره ورځ په پېښور کې د پښتونخوا ولسي تحریک په بلنه لویه غونډه وشوه. د غونډې په پای کې یوه کمېټي هم وټاکل شوه چې له سیاسي او قامي مشرانو سره به تر کتو وروسته د راتلونکې لپاره تګلار غوره کوي.
د پاکستان وفاقي حکومت انکار کوي چې ګواکې لار یې پنجاب ته د اړولو فیصله کړې.