"د فرخندې قاتلان دې ژر تر ژره محاکمه شي"
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ملي پیوستون ګوند سلګونو غړو نن (سېشنبه) د یوې مظاهرې په ترڅ کې په کابل کې د فرخندي وژل وغندل او په دغه قضیه کې یې د ښکیلو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه.
مظاهره کوونکو په وحشیانه ډول د فرخندي وژل د ملي وحدت حکومت پر لمن یو تور داغ وباله او حکومت یې په دې برخه په بې تفاوتي تورن کړ.
فرخنده د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خلکو یوې ډلې په دې تورچې قرانکریم یې سوځولی دی، په وهلو ډبولو ووژله او بیا یې د دې مړې ته اور ورته کړ.
د کورنیوچارو وزیر نورالحق علومي وايي، څیړنې یې ښيي، چې فرخنده بې ګناه وه.