د کابل او غزني پر لویه لاره وسله والو ۱۳ ولسي وګړي وژلي

په افغانستان کې د کابل او غزني پر لویه لاره, نامعلومو وسله والو د ولسي وګړو پر دوو موټر ډزې کړي، چې له امله یې د یوې میرمنې په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي دي.

د میدان ودرګو د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه بېګا شپه یوه بجهد میدان وردګو ولایت اړوند د سیداباد ولسوالۍ په هفت اب سیاب سیمه کې شوې ده. تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې پیښې په اړه تبصره نه ده کړې