'د پنجاب حکومت له القاعدې سره د تړون هڅه کوله'

اسامه بن لادن

لانګ وار جورنال ليکې چې په دغو خطونو کې راغلي چې د هغه وخت د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف هم له القاعده سره د مذاکراتو کوشش کړی وو.

په ايبټ آباد کې د القاعده مشر اسامه بن لادن پر ضد د عملياتو پر وخت نيول شوي ځېنې اسناد په ډاګه کوي چې پاکستاني چارواکو له القاعده سره خبري اتري کول غوښتلې.

اسناد دا هم وايې چې په دوه زره لسم کال کې د هغه وخت د پنجاب وزيراعلی هڅه وکړه چې له القاعده سره يو داسې تړون وکړي چې له مخې به يې وسله وال په پنجاب صوبه کې حملې نه کوي.

امريکايې مجله لانګ وار ژورنال پخپل رپورټ کې وايي، د اسامه بن لادن او القاعده انتظامي مشر عطيه عبدالرحمن ترمنځ د په ډاګه شوو دغو خطونو تبادله په دوه زره لسم کال کې شوې وه.

ورځپاڼه وايي دغه اسناد د عابد نصير نومي کس، چې د روانې مياشتې په پیل کې يو امريکايي عدالت د ترهګر په تورونو مجرم ګرځولی و، پر ضد د عدالتي اورېدنې پر مهال د ثبوت په توګه وړاندې شول.

په يو خط کې عطيه عبدالرحمن اسامه بن لادن ته ليکي چې د دوی دښمن یاني پاکستان له القاعده او تحريک طالبان سره په تماس کې دی.

دی پر مخ ليکې چې دوی دغه خبره پخپلو کې سره بحث کړه چې القاعده له پاکستان سره په دې شرط تړون ته تياره ده چې دغه ډله به په هغ صورت کې خپل جنګيالي له حملو منع کړي کله چې ددې هيواد پوځ او جاسوسي ادارې د دوی او ملګرو پر ضد يې جګړه ودروي.

عطيه عبدالرحمن پر مخ ليکې چې دوی پاکستان ته وويل، د القاعده اصل جګړه له امريکا سره ده او پاکستان په دې جګړه کې له امريکا سره ملګرتيا وکړه نو که تاسو موږ خپل کار ته پرېږدی نو موږ به په تاسو کار نلرو او که داسې نه وي نو هغه څه به درسره وکړو چې په وهم ګمان کې مو نه وي.

نوموړی ليکې چې دوی د بيلابيلو لارو داسې مالومات خپاره کړل چې پکې پاکستاني حکومت ته دا پيغام ورکړل شو چې که د دوی پر ضد کارواياني ونه دروي نو دوی به دددې هيواد په زړه کې لويې لويې حملې وکړي.

عطيه عبدالرحمن پر مخ ليکې چې دد دغو مالوماتو خپرېدو وروسته د پاکستان جاسوسي ادارو د حرکت المجاهدين مشر فضل الرحمن خليل له لاري له القاعده سره رابطې شروع کړې.

اسامه بن لادن ته په ليږل شوي ليک کې دا هم ويل شوي چې دوی د پاکستان جاسوسي ادارې آی ايس آي د هغه وخت مشر جنرال شجاع پاشا يو خط ترلاسه کړ چې پکې ښاغلي پاشه ويلي وو چې دوی له القاعده سره خبري اتري کول غواړي.

لانګ وار جنرال وايې چې ځيني خلک دا فکر کوي چې شجاع پاشا ته د اسامه بن لادن د اوسېدو ځای مالوم وو خو نوموړی له دې خبري انکار کوي.

د مجلې په وينا لږ مده وروسته آی ايس آي يو ځل بيا له القاعدې سره تماس ونېولۍ خو دا ځل د عطيه عبدالرحمن په وينا حيرانونکې خبره داوه چې له فضل الرحمن خليل سره د آی ايس آي پخوانۍ مشر جنرال ريټايرډ حميد ګل هم ملګری وو.

عطيه عبدالرحمن د پاکستان جاسوسي ادارو له استاذو سره د شوو خبرو خلاصه بيانوي او وايې چې پاکستاني استاذو ورته وويل چې القاعده دي له دې هيواد سره ګوزادره وکړي او دوی کوشش کوي او دا فشار اچوي چې امريکا له القاعدې سره خبروکولو ته سلاکړي.

دده په وينا د آی ايس آی استاذو دا هم وويل چې دوی امريکايان راضي کوي چې له القاعدې بغير له طالبانو سره مذاکرات کول بې مقصده دي.

دی پر مخ ليکې چې پاکستاني استاذو ورته وويل چې که امريکا رضا نشوه نو دوی به پخپل سره له القاعده سره کېني او خبري اتري به ورسره وکړي.

لانګ وار جورنال ليکې چې په دغو خطونو کې راغلي چې د هغه وخت د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف هم له القاعده سره د مذاکراتو کوشش کړی وو.

عطيه عبدالرحمن اسامه بن لادن ته ليکې چې ده د شهباز شريف پيغام د تحريک طالبان پاکستان مشر حکېم الله او قاري حسين ته ور ورسولۍ چې د پنجاب حکومت غواړي له دوی سره مذاکرات وکړي.

د خط له مخي شهباز شريف د طالبانو مشرانو ته په پيغام کې دا هم ويلي وو چې که په پنجاب کې حملې ونکړي نو دوی به له طالبانو سره عادي اړيکې و ساتي.

د عطيه عبدالرحمن په خبره شهباز شريف چې د کو م تړون وړانديز کولۍ د هغه له مخي وسله وال طالبان به يوازي په پنجاب کې حملې نه کوي اوددې لپاره حکومت هر ډول قيمت اداکولو ته تيار دي.