ننګرهار : د دره نور په شېمول کلي کې د چت پرېوتو ۱۰ کسان وژلي

فایل فوټو

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د قدرتي افتونو له وجې د یوې کورنۍ لس تنه وژل شوې دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسئول احمد ضیا عبدالزي نن مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د دره نور ولسوالۍ اړوند په ( شېمول ) سیمه کې د قدرتي افتونو له امله د یوې غونډۍ یوه څنډه راخويدلې چې له وجې یې د یوې کورنۍ لس تنه وژل شوي او یو تن يې ژوبل کړی دی.

احمد ضیا عبدالزی وایي چې په وژلو شویو کې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي.

د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکي وايي له تیرو څو ورځو راهیسې په سیمه کې بارانونه وریدل او له پرونه راهیسې هلته د واورو ورښت هم پیل شوی.

ځايي اوسیدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې یادې سیمې ته دې مرستندویه ډلې ورواستوي، ځکه چې د دوی په وینا د ورښتونو له کبله د نورو کورونو د راپریوتلو ویره هم لیدل کیږي.

د هندوکش غرونو په لمن کې پرته دره نور ولسوالي که په قدرتي حسن ښایسته ده ، خو خلک یې ناداره دي او لا هم پکې کورونه په پاخه او اساسي ډول نه دي جوړ شوي، داسې پېښې په یاده ولسوالۍ کې تر دې وړاندې هم شوي دي.