ً د قبایلي سیمو نوم دي بدل کړل شي ً

د قبایلي سیمو د زده کوونکو یوه غونډه (پخوانی عکس)

د قبايلي سيمو زده کونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د نور ملک په څېر دي په قبایلي سیمو کې هم بلدياتي انتخابات وکړي.

اسلام اباد: د قبايلي سيمو زده کونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د نور ملک په څېر دي په قبایلي سیمو کې هم بلدياتي انتخابات وکړي.

د قابلیي سیمو دې زده کوونکو دا غوښتنه هم کړېده چې پاکستان باید د قبایلي سیمو نوم بدل کړي او هغوی ته دي آئيني حثيت ورکړي.

د قبایلي سیمو د زده کوونکو د سازمان مشر شوکت عزیز وايي ، دوی غواړي چې قبایلي سیمې د نورو صوبو غوندې په پاکستان کې آییني حثیت او حقونه ولري.

د حلیم اورکزي په نامه یو بل زده کوونکي بیا وویل چې دوی به د دې هدف تر لاسه کولو لپاره خپلې هلې ځلي جاري ساتي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې اړه نور تفصيل د سراج ظهير په رپوټ کې واورئ