اسلام اباد: د پاکستان دانتخاباتو کميشن وايي ، تر هغه وخته په قبایلي سیمو کې د سېنټ لپاره د انتخاب بله نېټه نه شي اعلانولای تر څو چې په دې اړه د ولسمشر جاري شوی آرډيننس نه وي روښانه شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ په ټول پاکستان کې د سينټ پر خالي شوو څوکيو انتخابات وشول خو انتخابي کميشن د فاټا ټاکني د ولسمشر ممنون حسين لخوا د جاري شوي آرډيننس له کبله وځنډولې.
د جمعې په ورځ د انتخاباتو کميشن پر خپله ويب پاڼه بيان خپور کړ په کوم کې چې ویل شوي چې داآرډيننس له ابهام او تضاده ډک دی او دا د هغه قانون پر ضد دی چې له مخي يې انتخابات اعلان شوي وو.
د پخواني قانون له مخې به له قبایلي سیمو د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړو د سينټ په ټاکنو کې څلور ووټونه استعمالول خو د ولسمشر ممنون حسېن اوسنيآرډيننس له کبله هغوی اوس داسې نه شي کولای.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.