په پاکستان کې هیندوان هولي نمانځي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د کراچۍ په ګډون د پاکستان په یو شمیر برخو کې هیندوان نن (جمعه) خپل مذهبي رسم هولي نمانځي . په دې ورځ هیندوان هلکان ،پیغلې او د دې مذهب نور منونکي پر یو بل رنګونه شیندي او په دې توګه د دې ورځې خوشالۍ نمانځي . په کراچۍ کې د مشهور مندیر شری سوامي ناراین مندیر مهاراج پونم چند وایي په یو بل د رنګونو شیندل دو د یو بل سره د مېنې او محبت د څرګندونې لپاره کوي.
((دا رسم مونږ د ۱۸۱۷ کال راهسې نمانځو ،دا دوه ورځنې رسم وي او نن ددې دویمه ورځ ده .د هغې وخت د یو باچا په اړه یوه کیسه مشهوره ده ، او له همدې زمانې راهسې دا رسم شورو شوی دی او تراوسه یې زمونږ د مذهب منونکي نمانځي))
په دې ورځ د ښارونو استوګن هیندوان خپلو عبادت ځایونو یا مندرونو ته ځي، خپل ځانګړي عبادتونه کوي او د هولي په نامه د بل شوي اور غاړو ته طوافونه کوي. د دغې اور په ایرو کې د سیکو د موندلو هڅې کوي او ځینې ځانګړي خواړه پخوي.
((دا په بنیادی توګه د رنګونو رسم دی، او په دې کې مونږ پر یو بل رنګونه ځکه شیندو چې یو خو دا زمونږ د مذهب د یو رسم استازیتوب کوي، د رنګونو پر یو بل شیندل یو بل ته محبت او درناوي علامت دی
د هولي د نمانځنۍ په مناسبت دغې مندر ته راغلی یو ځوان وایي په دې ورځ دوي د خپلو ټولو خپلو خپلوان سره میلاویږي، یو بل ته تحفې ورکوي او مرور سره پخلاکیږي.
همدا راز د حکومت لخوا د کراچۍ ترڅنګ د سیند صوبې په ټولو برخو کې د موجودو مندیرونو د امنیت لپاره سخت ګامونه پورته کړي دي.