ږوب: تښتول شوي د ګوزڼ ضد کارکوونکي او لیویز سرتېري ووژل شول

د بلوچستان په ږوب کې تښتوول شوي دوه د ګوزڼ ضد کارکوونکي او دوه لیويز سرتېري وژل شوي دي.

د بلوچستان په ږوب کې امنيتي چارواکي وايي، د دغه ښارله مرغه کبزيي سيمې د تېري جمعې پر ورځ تښتوول شوي څلور تنه وژل شوي چې دوه پکې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکوونکي کارکوونکي او دوه د هغوی ساتونکي لیويز سرتېري ول.

د ږوب مرستیال کمشنر نظر کېتراڼ د مشال راډيو له خبریال خداینور ناصر سره په خبرو کې وویل، چې د څلور واړو تښتوول شويو مړي ورته نن سهار «نهې ورځ» له توده کبزيي سیمې په لاس ورغلي دي.

کله چې د وژل شوو کسانو مړي د ژوب ښار لوی روغتون ته یووړل شول، نو پر دې مهال په سلګونه کسانو د د ضلعي انتظامیې د نااهلۍ خلاف نارې ووهلې، او امنیتي سرتېرو د خلکو تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې. سبا د شورو ورځ په ټول ښار کې هړتال او کاربندیز اعلان شوی دی.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې د ګوزڼ ضد کارکوونکو پر ډلو بريدونه شوي چې يو شمېر پکې وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.