کورمه کې چاودنې څلور سرتېري وژلي

په کورمه ایجنسۍ کې په يوه بمي چاودنه کې څلور امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي، دغه ريمورټ کنټرول بمي چاودنه نن د ۱۱ نيمو بجو په شاوخوا کې په ورمیږې سیمه کې پر ګښت روان د بم ناکاره کولو پر کارکوونکو باندې وشوه.


د استخباراتي ادارې یو چارواکي مشال ریډیو ته وویل، دغه چاودنه هغه وخت وشوه کله چې د امنیتي سرتیرو لخوا د سړک پر غاړه د ښخ کړل شوو بمونو د ناکاره کولو عملیات روان وو.
نوموړي زیاته کړه، په پیښه کې په نښه شوو سرتیرو تعلق د پاکستان له پوځ سره دی.
د دغې پیښې پړه چا نه ده منلې.
د منځنۍ کورمې اېجنسۍ په ورميږې سيمه کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې د وسله والو طالبانو په ضد د پاکستان د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.