خېبر پښتونخوا حکومت دې د افغان کډوالو ځورول ودروي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ۲۰۱۴م کال پر ۱۶م ډیسېمبر د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو طالبانو له خونړي بريده پس په خېبر پښتونخوا کې لا هم د لټون عملياتو کې افغان کډوال نيول کېږي. د صوابۍ برکي کيمپ کډوال وايي چې د دوی د کېمپ يو شمېر اوسېدونکي د پاکستان په مختلفو ځايونو کې نیول شوي دي او حال دا چې د کډوالۍ پېژندپاڼې «رجسټريشن کارډونه» هم لري. کډوال وايي، چې پوليس دې د کارډ لرونکو کډوالو بې ځايه تنګول پای ته ورسوي. او کارډ نه لرونکو سره د نرمي وکړي او بايد چې د افغانستان حکومت بيرته تلونکیو کډوالو لپاره د استوګنې اسانتياوې برابرې کړي. د ځلاند یوسفزي ویډيو