له کوټې به بیا کوچنۍ پاریس جوړوم. ډاکټر کلیم الله

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان مرکز کوټې ښار د ښاروال « میېر» لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نوماند ډاکټر کلیم الله وټاکل شو او د هغه مرستیال ښاروال بیا د مسلم لیګ ن ګوند یونس بلوڅ ټاکل شوی دی. د کوټې نوي ټاکل شوي ښاروال «میېر» ډاکټر کلیم الله له ټاکلېدو وروسته له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د کوټې ښکلا او بیا ودانۍ لپاره به له بهره فنډونه راوړي، او دغه ښار به يو ځل بیا د تېر په څېر کوچنۍ پاریس جوړوي. له نوموړي سره په کوټه کې زموږ خبریال خدای نور ناصر مرکه کړې، چې ستاسو پام ورته راګرځوو.