د اعلا وزیر په کور کې د وژل شوو ماشومانو کورنیو احتجاج

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د اعلا وزیر په کور کې د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وسله والو طالبانو په خونړي برید کې د وژل شوو ماشومانو څلوېښتمه ولمانځله، چې پکې د وزير اعلا، ګورنر او د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په ګډون د شهيدانو ماشومانو د کورنیو غړو ګډون وکړ. رسنيو ته په دستوره کې د ګډون اجازت نه وه خو د ځینو شهیدانو او ژوبلو ماشومانو د کورنۍ غړو د وزير اعلا کور بهر مشال راډيو ته وويل چې دوی له حکومته ځینې غوښتنې وکړې، او ځینو خو په احتجاج کې له ډوډۍ خوړولو انکار وکړ او له غونډې ووتل.