د پېښور استادان سکولونو ته له وسلو سره ځي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې د سکولونو امنیت لپاره استادانو ته هم د وسلو ساتلو اجازه ورکړل شوې ده او د دې ترڅنګ هغوی د امنیت ساتلو مشران هم ټاکل شوي دي. د پېښور په تعلیمي ادارو کې سي سي ټي وي کېمرې لګول شوې دي او د سکولونو چوکیدارانو ته یې هم وسلې ورکړل شوې دي. د سکولونو پر لوړو ځایونو امنیتي پوستې جوړې شوې دي او د ځینو تعلیمي ادارو د لاخوندي کېدو لپاره یې دېوالونه جګېږي. له پېښوره د غلام غوث ویډيو راپور