'مور مې ډارېږې، ویل بل سکول ته ولاړ شه'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې ارمي پبلیک سکول د وسله والو طالبانو له خونړي بریده پس نن ګل ورځ د جنورۍ ۱۲مه نېټه بیرته پرانستل شو. پر دې مهال په ځمکني او هوايي ټینګ امنیت کې د پاکستان پوځ لوی درستیز «سرلښکر« راحېل شریف خپله د زده کوونکو هرکلي ته ولاړ و. له مشال راډيو سره په خبرو کې یو زده کوونکی وايي، مور یې ورته ویل چې بل سکول کې داخله واخله خو پلار یې ورته وايي، چې په همدې ښوونځي کې به زدکړې کوې. د شبیر جان ویډيو