په کابل کې د مولانا فضل الرحمان پر ضد مظاهره شوې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
کابل - د ملي غورځنګ لسګونو غړو د پنجشنبې پر ورځ د کابل په زرنګار پارک کې د پاکستان دجمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان پرضد مظاهره وکړه.
مظاهره کوونکو د نوموړي پر ضد شعارونه ورکړل.
دغو اعتراض کوونکو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې هیواد ته د مولانا فضل الرحمان دراتک مخنیوي وکړي.
یادو شویو اعتراض کوونکو مولافضل الرحمان د افغانستان پرضد شخص وباله او ویې ویل چې د سولې په خبرو کې دې داسې کسانوته اجازه نه ورکوي.