د باړې کډوال ستنېدل غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جمعې پر ورځ د پېښور پرېس کلب خوا کې د باړې بې کوره کړل شوو کډوالو د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی په سیمه کې دې ګرځبندیز لیرې کړل شي او خپلو کورونو ته دې یې ستانه کړي. د دوی په وینا له خیبر اجنسۍ شاوخوا شپږ لاکه وګړي د پوځی عملیاتو له لاسه بې کوره کړل شوي دي او نوی کهول یې له زدکړو بې برخې کړل شوی دی، دوی کاروبارونه اغېزمن شوي دي او ژوند یې ټپه ولاړ دی. له پېښوره د غلام غوث ویډیو