'باور مې نه راتلو، چې یو څوک به ماشومان وژني'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ۲۰۱۴م کال په شپاړلسم ډیسېمبر پر ارمي پبلیک سکول د وسله والو طالبانو په خونړي برید کې د نهم جماعت یو زده کونکی احمد نواز هم ژوبل شوی و، دی وايي، چې کشر ورور حارث نواز چې د اتم جماعت زده کونکی و، شهيد شوی دی. خو احمد نواز لا هم په روغتون کې بستر دی. دی زياتوي چې په سکول د بريد وخت يې دا فکر کولو چې دا هرڅه دروغ دي ځکه چې باور يې نه کېدلو چې پر ماشومانو هم یو څوک داسې خونړی بريد کولی شي. د پيښور ليډي ريډینګ روغتون کې له احمد نواز سره د مشال خبریال ځلاند يوسفزي خبرې کړې