په تهران کې ککړې هوا ګڼ خلک ناروغان کړي

په تهران کې یوه کس د ککړ چاپیریال له کبله بوڅه وهلې

د ایران په پلازمېنې تهران کې د هوا د شدیدې ککړتیا له کبله شاوخوا ۴۰۰ کسان د زړه او تنفسي نظام په مشکلاتو اخته شوي دي.

د بېړنیو خدماتو یوه چارواکي حسن عباس تېره ورځ وویل، د ښار ککړې هوا شاوخوا ۱۴۳۴ نور کسان هم ناروغه کړي چې په کورونو کې یې درملنه وشوه. د تهران چارواکو پر ناروغه کسانو او زیات عمر لرونکو د کور دننه او له هغو سیمو لرې پاتې کېدو ټینګار کړی چې پکې زیات ګاډي تګ راتګ کوي. په تهران کې شاوخوا ۱۲ میلیونه خلک اوسي او د نړۍ له هغو لویو ښارونو یو بلل کېږي چې پکې هوا تر ټولو زیاته الوده ده.