د پېښور ښار تاریخي دېوالونه او دروازې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
تاریخپوهان وايي، د پېښور ښار ګېر چاپېره تاریخي او لرغونی دېوال سلګونه کاله زوړ دی چې د ښار ژغورنې او ساتنې لپاره وهل شوي ول.
کله چې سیکانو پېښور ونیولو نو په ۱۸۳۸ م کال د هغوی په واکمنۍ کې یوه ایټالوي ګورنر ایوي ټیبل د ښار ګېرچاپېره د اومو «کچه» خښتو دېوال ودراوه چې ۱۶ دروازې یې لرلې.
بیا وروستو د انګریزانو په واکمنۍ کې په ۱۹۳۰ م کال نه یوازې د ښار ګېرچاپېره دېوال پوخ کړل شو بلکې له دېوال سره پر څنګ یو ګړدۍ سړک هم وغځول شو.
د عوامي نېشنل پارټۍ په مشرۍ د خېبر پښتونخوا مخکیني صوبايي حکومت کې مشر وزیر بشیر بلور د ښار ګېرچاپېره ټولې لګېدلې دروازې یو ځل بیا په خپله زړه بڼه کې له نوې سره جوړې کړې.
د مشال خبریال خالد خان په دغه ویډيو کې د پېښور لرغونې دېوال له اوسنیو پاتې برخو سره سره د پېښور، کوهاټۍ، ګنج، لاهورۍ، کابلۍ، ګورګټړۍ او کوټله محسن خان تاریخي دروازې ښودلې دي.