پېښور ښوونځي برید کې ککړ طالب کمندان ووژل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر اجنسۍ پولیټیکل اجنټ شهاب علي شاه نن «جمعې ورځ» په خېبر کور پېښور کې د خبري غونډې تر څنګ مشال راډيو ته وویل، چې د زیارت پر ورځ امنیتي ځواکونو په جمرود کې د تحریک طالبان پاکستان طارق ګیدړ ډلې یو مهم وسلوال کمانډر صدام وژلی دی او د هغه نور شپږ ملګري یې په ژوبل حالت کې نیولي دي. پولیټیکل چارواکي وایي، دغه وسلوال کمانډر د پېښور ارمي پبلیک سکول کې په برید کې ککړ و او په جمرود کې یې د ترهګرۍ په یو لړ پېښو کې لاس درلور. خو وسلوالو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د فرهاد شینواري ویډيو