کوټه: 'ګېس نشته، خواړه څنګه پاخه کړو'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې له تېرو درو ورځو راهیسې د ګېس کم دباو «فشار« له کبله د ټول ښار استوګن له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي او پتېره د رېسټورانونو چلونکي سخته سر ټکوي. له مشال راډيو سره په خبرو کې رېسټوران چلونکي وايي، چې یو خو د لرګیو نرخ لوړ دی او بل ډېر خواړه هم نشي پخولی. له کوټې د نیاز موسا خېل ویډيو