د افغانستان د سولې عالي شورا وايي که په قطر کې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې د ولسمشر او د یادې شورا په هماهنګۍ ونه شي دوی ته د منلو وړ نه دي.
د دې شورا غړي محمد امین وقاد نن مشال راډیو ته وویل که څه هم له وسله والو طالبانو سره د خبرو د پيل هرکلی کوي خو دا چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته چمتو شوي په دې اړه د سولې شورا خبره نه ده.
ښاغلي وقاد ټینګار وکړ چې د سولې په برخه کې له هر یوه فعالیته باید افغان حکومت خبر وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو له پیله خبر ورکړی.