“نه ترهګر ته پناه ورکړې او نه به یې ورکړي”

د افغانستان د پوځ مشر جنرال شېر محمد کریمي وايي، هېواد یې نه ترهګر ته پناه ورکړې او نه به یې ورکړي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال نوموړي هغه رپورټونه رد کړل چې ګواکې د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف کابل ته د سفر پر مهال له افغانستانه د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د ورسپارلو غوښتنه وکړه.

جنرال شېر محمد کریمي زیاته کړه، دی او جنرال شریف په خپلو خبرو کې سلا شول چې د ښو او بدو وسله والو له توپیره پرته به د ترهګرۍ پر ضد له یو بل سره همکاري کوي.

د پاکستان پوځ مشر د چارشنبې یا شورو پر ورځ تر هغې وروسته کابل ته ولاړ چې د نهې پر ورځ وسله والو په پېښور کې پر ښوونځي برید وکړ.