“د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې ژمنه کوو”

افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف په کابل کې د خبرو پر مهال د سختدریځۍ او ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې کولو ژمنه کړې.

د پاکستان پوځ مشر په پېښور کې پر سکول تر حملې یوه ورځ وروسته کابل ته ولاړ او له افغان ولسمشر سره یې د ترهګرۍ پر ضد د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر زیاتېدو خبرې وکړې.

تر ملاقات وروسته افغان ولسمشر اشرف غني وویل، وخت راغلی چې کابل او اسلام اباد د ترهګرۍ پر ضد په ګډه او په اخلاص موثره اقدامات وکړي.