د تری تم کړل شوو بلوڅ کورنيو د بشري حقونو پر نړيواله ورځ لاریون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کوټه کې د تری تم کړل شویو بلوڅو ګڼو کورنيو د کوټې پریس کلب، بلوچستان هايي کورټ او بلوچستان اسمبلۍ مخې ته لاریون وکړ، او غوښتنه يې کوله، چې د دوی تری تم کړل شوي ځوانان دي راخوشي کړل شي. د ورک کړل شوو بلوڅانو لپاره غږ » وايس فار بلوچ میسینګ پرسنز» تر سیوري لاندي دا لاریون د کوټې له پریس کلب څخه پېل شو، او په بېل بېل سړکونو تر احتجاج وروسته د بلوچستان هايي کورټ مخې ته او بیا يې هم د بلوچستان اسبملۍ مخې ته لاریون وکړ. په بلوچستان کې بلوڅ ملتپال وايي؛ د دوی په زرګونه وګړي د پاکستان استخباراتو تری تم کړي او وژلي دي. د خداینور ناصر ویډيو