کاکړ: هېڅ استاد به په سپارښ نه اخیستل کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بلوچستان کې د ګډ حکومت غړي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر محمد عثمان خان کاکړ وايي، چې د صوبې نوي حکومت د استادانو لپاره د وړو او لویو نوکریانو ۴۳۵۹ ګمارنې یا پوسټونه اعلان کړي دي. د ده په خبره چې د یوه حقدار کاندید حق ونه خوړل شي نو یې د ګوند په منډو ترړو صوبايي حکومت دا فیصله وکړه چې له کاندیدانو به د قامي ازموینې اداره National Testing Service - Pakistan (NTS) ازمونیې اخلي. دا په پاکستان کې یو له هغو ادارو ګڼل کېږي، چې په انصاف، وړتیا، بې سپارښته او د کمپیویټري سیسټم په مټ ازموینې اخلي. عثمان کاکړ وايي، د پښتونخوا پارټۍ د تعلیم وزارت هغه کار وکړ چې چا یې د ده په خبره ګومان هم نشو کولی او اوس به څلور زره زیات استادان د بلوچستان په تاریخ کې اول ځل په بشپړه توګه تر وړتیا او لایقت لاندې ګمارل کېږي. په کوټه کې له عثمان کاکړ سره د نیاز موسا خېل مرکه