کابل : د پولیسو مشر استعفی ورکړه

د کابل د پولیسو پخوانی مشر جنرال ظاهر

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر نن له خپلې دندې استعفی وکړه. د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي داخبر د یکشنبې په ورځ په خپل فیس بک پاڼه خپور کړ. نوموړي په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی خو جنرال ظاهر په دې وروستیو کې د یوې خبري غونډې پرمهال په اشاره ویلي وو چې د کار وروستۍ ورځې یې دي.

د کابل د امنیې قومندان په داسې حال کې استعفی ورکړه چې په دې وروستیو کې په کابل کې امنیتي پیښې زیاتې شوي دي.

همداتیر ماښام هم د ښار په لویدیځ کې پر یوې بهرنۍ اداري د برید په ترڅ کې درې برید کونکي او دوه ملکیان ووژل شول.

دا برید پرون ماښام په کارتې سې سیمه کې د برید کونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له څو ساعته جګړې وروسته پای ته ورسیده.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د پېښې په سیمه کې وویل :

((زموږ عملیات په ډیر مهارت ترسره شول . شپږ تنه چې په ودانۍ کې دننه وو ژغورل شوې او دوه نور چې دننه پاتې وو وژل شوې دي.))

وسلوالو طالبانو ددې برید ذمه واري منلې ده.