نن سهار وختي په شمالي وزيرستان کې په يوه نښته کې د پاکستان دري پوځي افسران وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې يو چارواکي مشال ريډيو ته وويل چې د سپېره غره سيمه کې شوې دي نښته کې د دوی يو ميجر او دوه نور پوځيان وژل شوي او څلور زخميان دي. پوځ وايي چې دوی د دې پيښې وروسته په سيمه کې په بمبارۍ کې اولس وسله وال وژلي دي.
خو د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې وياند، احمدالله احمدي نن مشال ريډيو سره خبرو کې له نامعلوم ځای څخه په تماس کې د پېښې پړه قبوله او د شپاړسو کسانو د وژلو ادعا یې وکړه.
دپاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه وايي په جون کې د ضرب عضب په نامه د عملیاتو د پیل راهیسې دوی دولس سوه وسله وال وژلي او په دې جنګ کې ددوی تر سلو پورې سرتیري هم وژل شوي دي.