نبي عيسی خېل: د پاکستان شکست دي ټولو افغانانو ته مبارک وي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن افغانستان (الف) لوبډلې پاکستان (الف) لوبډلې ته په څلور پنځوس منډو شکست ورکړ. لومړی افغانستان بيټينګ (توپ وهنه) وکړه او د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو يې يو سل او څلور پنځوس (۱۵۴) منډې جوړې کړي. نجيب ځدران تر ټولو ډيرې، په دوه ديرش بالونو شپيته سکور وکړل. په ځواب کې د پاکستان (الف) ډلې يوازې سل (۱۰۰) منډې وکړي او په دي توګه يې لوبه د افغانستان په وړاندې وبايلله. نحيب الله ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د دي دوستانه لوبې کتلو لپاره افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړی وزير، نواز شريف هم د ګڼو نورو لوړ پوړو چارواکو سره ورغلي وو. د افغان لوبډلې مشر، محمد نبي عيسی خېل مشال ريډيو سره ځانګړې مرکه کې وويل چې دا بريا د ټولو افغانانو ده. نوموړي سره زموږ همکار، رياض موسی خېل مرکه کړي.