د سیند ټرافیکي پېښه کې وژل شوي سواتیان خپلو سیمو ته ولېږدول شول

د پاکستان پوځ ننویل چې د سند په سکر کې په ترافیکې پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي یې د خیبر پښتونخوا په پېښور، باجوړ او سوات کې د هغوی خپلوانو ته ورسپارلي دي.د پوځ د عامه اړیکو د ادارې لخوا په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې د وژل شویو کسانو مړي له سینده رسال پور او بیا د هغوی خپلوانو ته رسول شوي دي. په ترافیکي پېښه کې وژل شوي ډېری کسان د سوات اوسېدونکي ول.

دسوات خوازه خېلې مرستیال کمیشنر غلام سید مشال راډیو ته وویل، چې د خوازه خېلې او بحرین تحصیل ۳۷ مړي یې خپلو سیمو ته ولېږدول.
داترافیکې حادثه پرون سېشنه هغه بس ته ورپېښه شوه چې له سواته یې کراچۍ ته مساپر لیږدول.