د پاکستان علما کونسل په هېواد کې د مذهب سپکاوي په تور وژنې غندلې دي

پاکستان علما کونسل په دې وروستیو کې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په تور وژنې غندلې دي.

د پنجشنبې پر ماښام په لاهور کې د خبري غونډې پر مهال د علما کونسل مشر علامه طاهر اشرفي له حکومته غوښتنه وکړه چې د مذهب سپکاوي د مخنیوي جنايي قانون ناسم استعمال مخه دې ونیسي.

له نوموړي سره په خبري غونډه کې د بېلا بېلو فرقو دیني عالمانو او د پاکستان د کلیساګانو مشر ازریا سیمیول هم ګډون وکړ.

دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د قصور ښار د عیسوۍ ښځې او د هغه د خاوند وژونکو پر ضد دې د ترهګرۍ مقدمه دایره کړي ځکه چې دا ډول کارونه په هېڅ مذهب کې روا نه دي.

دا خبري غونډه پر داسې مهال وشوه چې تېره ورځ سهار د پنجاب په ګجرات کې یوه پاکستاني پولیس افسر د مذهب سپکاوي په تور یو نیول شوی کس وواژه.

چارواکي وايي، د چارشنبې یا شورو پر ورځ د پنجاب په ګجرات ښار کې د طفیل حیدر په نوم یو کس د صحابیانو د سپکاوي په تور نیول شوی وو.

پولیس وايي، اې اېس ای فراز نوید، حیدر هغه مهال په تبرګي وواهه چې هغه یو ځل بیا د اسلام سپکاوی وکړ.

پولیس وايي، حیدر شیعه وو او ذهني روغتیايي حالت یې سم نه وو. پولیس زیاتوي چې فراز نوید یې نیولی دی او پر ضد یې قانوني کارروايي پیل شوې ده.