په خوست کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په روانو پوځي عملیاتو کې اوه تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
په خوست کې د ملي اردو د ځواکونو قوماندان جنرال ناصر هدایت چې د یکشنبې په ماسپښین یې په خوست کې د ګډ پوځي مرکز منسوبینو ته په صبریو کې د روانو عملیاتو په باب مالومات ورکول زیاته کړه، چې اوسمهال د ترهګریزو پیښو په شنډولو کې د افغان پوځ وړتیا لوړه شوې او کولای شي، چې د مخالفینو په پلان شویو بریدونو کې هم دوی ته مالي او ځاني زیانونه واړوي.
نوموړي وړمه ورځ د کمین له لارې په افغان پوځیانو د وسلوالو له لوري برید ته اشاره وکړه، چې په کې دوه تنه د ملي اردو سرتیري ژوبل شول، خو په ځوابیه برید کې اوه وسلوال ووژل شول او پاتي کسان يې تيښتې ته اړ شول.
د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو پولیسو چارواکي وايي، چې تېره ورځ مازدیګر مهال د یاد ولایت د میټاخان په ولسوالۍ کې شپږ وسلوال افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.
د میټاخان ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان موسی خان اندړ وايي، چې یو شمېر وسلوالو د میټاخان ولسوالۍ د مرجان په سیمه کې په افغان ځواکونو ډزې وکړې، چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې وسوالو ته یاده مرګ ژوبله واوښته.
نوموړی وايي، چې د وژل شویو وسلوالو دوه جسدونه افغان ځواکونو لاسته ورغلي او پاتې مړي وسلوالو له ځانه سره وړي دي.
موسی خان اندړ زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسلوالو څلور عرادې موټرسایکلونه او نور وسایل هم افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دده په وینا په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.