غلام غوث
پېښور: د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په کوټه کې د جميعت علماء اسلام پر مشر مولانا فضل الرحمن تر ځانمرګي بريد وروسته د جمعې په ورځ د امن و امان په اړه تود بحث کړی دی.
مولانا فضل الرحمن د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې د هغه د ګوند تر یو مهمه غونډه وروسته له شوي بريده ژوندی ووت خو دوه نور کسان پکې ووژل شو او يو شمير ټپيان شو.
د خیبر پښتونخوا د اسمبلی په دې غونډه کې د ټولو سياسي ګوندونو استازو د خپلو ویناګانو پر مهال په پاکستان کې پر سياسي مشرانو بريدونه و غندل.
د عوامي نيشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسين بابک په خپله وینا کې وویل ، ً هغه ګوندونه چې د تشدد مخالفت کوي هغوي سياسي هلي ځلي نشي کولای او کوم ګوندونه چې د سخت دریځو په ګونګه ژبه حمايت کوي هغوی ته د لويو لويو غونډو کولو اجازه دهً.
د خیبر پښتونخوا په صوبايي حکومت د شریک ګوند جماعت اسلامي یو مخکښ حاجي حبیب الرحمان وویل ، ً شاوخوا ټول ګوندونه د تشدد ښکار شوي دي او موږ پر ټولو ګوندونو د ترهګرو بریدونو غندنه کووً.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.